پاکستاني چارواکو سره د ایران ملي امنیت شورا د منشي سلامشورې
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي علي لاریجاني د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی، نوموړي د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې لیدنه کې د وروستیو مهمو سیمه ییزو بدلونونو او ګډو ننګونو سره د مقابلې لپاره د اسلامي هیوادونو لخوا د ګډ اقدام اړتیا په اړه بحث وشو.لاریجاني د شته خنډونو د لرې کولو او له پاکستان سره د اقتصادي تعاملاتو د اسانتیا غوښتنه وکړه، او وویل چې د ایران او پاکستان سوداګریزې تبادلې باید لس میلیارد ډالرو ته ورسیږي.د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي د پاکستان د ولسي جرګې له مشر ایاز صادق سره هم لیدنه او خبرې اترې وکړې.لارجاني نن سهار اسلام آباد ته ورسید. اسلام آباد ته له رسیدو وروسته، هغه وویل چې پاکستان په سیمه کې یو مهم هیواد دی او په سیمه کې د امنیتي وضعیت د اغیزمن کولو له پلوه یو لوړ مقام لري.