قوس 04, 1404 16:56 Asia/Kabul
  • هالنډ ته د ایران بهرنیو چارو وزیر سفر

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي نن سهار د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون غړو هیوادونو په دیرشمه غونډه کې د ګډون لپاره هالنډ ته سفر وکړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې موږ د هغو هیوادونو او شرکتونو د څېړنو غوښتنه کوو چې د ایران د خلکو پر وړاندې د کیمیاوي وسلو کارولو لپاره د صدام رژیم په تجهیز کې رول لوبولی دی.په ایران باندې د صهیونیستي رژیم او امریکا بریدونو ته په اشارې سره، عراقچي دا هم وویل چې دا بریدونه نه یوازې د ملګرو ملتونو منشور سرغړونه کوي بلکې نړیوال قانون او د ان پي ټي تړون ته هم سخت زیان رسوي.هغه وویل چې صهیونیستي رژیم باید د کیمیاوي وسلو د کنوانسیون غړی وي او د ځانګړو تفتیشونو تابع وي.ټاکل شوې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر په هاګ کې د هالنډ د بهرنیو چارو له وزیر سره لیدنه او خبرې اترې وکړي.