د پاکستان جعفر اکسپرس په اورګاډي یو بل برید
قوس 04, 1404 16:54 Asia/Kabul
د جعفر اکسپرس اورګاډی چې له کوټې څخه پېښور ته روان و، نن سهار د بلوچستان په بولان پاس سیمه کې د وسله والو له خوا تر برید لاندې راغی.
دا په تېره یوه نیمه میاشت کې د کوټې په لاره کې د جعفر اکسپرس اورګاډي باندې شپږم برید دی.ویل کیږي چې بریدګرو له نږدې لوړو څخه په اورګاډي ډزې وکړې، خو امنیتي ځواکونو او په اورګاډي کې شته پولیسو سمدلاسه ځواب ورکړ او بریدګر یې د ځوابي ډزو له لارې شاته تګ ته اړ کړل.د اورګاډي چارواکو ټینګار وکړ چې هیڅ یو ګاډی زیانمن شوی نه دی او د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی. له پیښې وروسته، د اورګاډي په لاره کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.