قوس 03, 1404 16:47 Asia/Kabul
  • ازبیکستان سره د افغانستان ډبروسکارو سوداګري

د سرپرست حکومت د بلخ والي ویاند وايي چې د افغانستان ډبرو سکاره به اوس د پاکستان پر ځای ازبیکستان ته صادر شي.

حاجي زید ویلي دي چې په بدل کې به د منځنۍ اسیا هیوادونو او ازببکستان څخه افغانستان ته کیفیت لرونکي سمنټ او درمل وارد شي.پخوا د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوې هوکړې پر بنسټ، د افغانستان کرنیز محصولات به د ازبیکستان هوایي ډګرونو له لارې منځنۍ اسیا، هند، بنګله دیش او اروپایي بازارونو ته صادر شي.په تیرو دوو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندیدو د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې تقریبا پرې کړې دي.کابل وايي چې دوی په جدي توګه د پاکستان پر ځای د ایران او مرکزي اسیا په څیر نورو هیوادونو سره د بدیل سوداګرۍ او ټرانزیټ لارو په لټه کې دي.