قوس 03, 1404 16:43 Asia/Kabul
  • پېښور ښار کې ځانمرګی برید

نن سهار د خیبر پښتونخوا ایالت په مرکز پیښور کې یو ځانمرګی برید وشو.

د خیبر پښتونخوا ایالت سیمه ییزو چارواکو وویل چې له برید وروسته، د بریدګرو یوې ډلې له امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه چې په دې پیښه کې د شپږو کسانو د وژل کېدو تایید شوی دی.د راپورونو له مخې یوه ځانمرګي بریدګر خپل چاودیدونکي توکي د فدرالي ګارډ یا سرحدي ساتنې ځواکونو مرکزي دفتر ته نږدې وچول.یوازې چاودنې درې کسان ووژل، چې وروسته په ډزو کې د قربانیانو شمېر لوړ شو.په پیښور کې امنیتي چارواکي وايي چې بریدګرو هڅه وکړه چې پوځي اډې ته ننوځي، خو امنیتي ځواکونو وتوانیدل چې برید په شا وتمبوي او څلور بریدګر یې ووژل.تحریک طالبان پاکستان په رسمي ډول په یوه بیان کې د برید پړه په غاړه اخیستی دی.