قوس 03, 1404 16:41 Asia/Kabul
  • د فوټبال اتلانو لیګ سیالیو دوام

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د پنځم پړاو په دویمه ورځ، عینو مېنې او صرافان هرات خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه.

عینو مېنې وکولای شول چې اتفاق خانزاده ته د دوه پر یو پایلې سره ماتې ورکړي.په هغه سیالۍ کې چې پرون ترسره شوه؛ صرافان هرات هم خپل سیال آرمان اف سي کلب ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.دا سیالي په کابل کې د افغانستان فوټبال فدراسیون لوبغالي کې ترسره شوه.دا سیالي د شنبې په ورځ پیل شوه او په لومړۍ لوبه کې، ابو مسلم فراه د کابل استقلال ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه او د فاریاب خراسان ټیم د ځوانانو پیروزي پایتخت په وړاندې د دوه پر یو پایلې سره بریا ترلاسه کړه.