افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو بیا پيل
قوس 01, 1404 17:36 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د مالیې وزارت په افغانستان کې د نړیوال بانک د فعالیتونو د بیا پیل خبر ورکړ.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې نړیوال بانک چمتو دی چې د هغو شرکتونو د پروژو پیسې بیرته ورکړي چې اسناد یې د سرپرست حکومت له راتګ دمخه بشپړ شوي وو.د مالیې وزارت وویل چې نړیوال بانک سره د قرارداد شویو شرکتونو د پروژو د پیسو ورکولو پروسه پیل شوې ده.د یاد وزارت په مطبوعاتي اعلامیه کې ویل شوي چې نړیوال بانک قرارداد شویو شرکتونو څخه پنځه څلویښت میلیونه ډالر پوروړی دی.نړیوال بانک ژمنه کړې چې دا پیسې به په څلورو پړاونو کې ورکړي.په افغانستان کې د سرپرست حکومت له واک ته رسیدو وروسته د نړیوال بانک فعالیتونه وځنډول شول.