پاکستان وايي افغانستان باید ترهګرۍ سره مبارزه وکړي
قوس 01, 1404 17:35 Asia/Kabul
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا د افغانستان پر سرپرست حکومت غږ کړی چې له خپلې خاورې څخه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره مسؤلانه عمل وکړي. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند خبرداری ورکړی چې د اسلام آباد مخالفو ډلو لپاره د کابل دوامداره ملاتړ د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایز ثبات راتلونکي ته جدي ګواښ دی.