د ولایتي ډیپلوماسۍ پر پلې کولو د ایران ټینګار
قوس 01, 1404 17:34 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو چارو وزیر په یوه بیان کې وویل چې تهران د ایران له ګاونډیانو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د زیاتولو لپاره د ولایتي ډیپلوماسۍ پالیسي پلي کولو په لټه کې دی.
سید عباس عراقچي ګاونډیو هیوادونو سره د ډیپلوماسۍ د پراختیا اهمیت ته په اشارې سره وویل چې په تیر کال کې ګاونډیو هیوادونو سره د ایران ډیپلوماتیک تعاملات په خورا لوړه کچه کې وو او د ایران ولسمشر دې موخې لپاره له افغانستان پرته ټولو ګاونډیو هیوادونو ته سفرونه کړي دي.عرقچي وویل چې زموږ ګاونډي هیوادونه کولی شي په ایران کې خپلو ګاونډیو سیمو سره ښې سوداګریزې اړیکې رامینځته کړي، کوم چې خورا ښه ظرفیتونه لري، او دا اقدام به د هیواد ډیری اقتصادي اړتیاوې پوره کړي.