قوس 01, 1404 17:32 Asia/Kabul
  • د اسلامي پیوستون سیالۍ کې د افغان لوبغاړو ځلیدل

د اسلامي هیوادونو د پیوستون لوبو شپږم پړاو پرون په سعودي عربستان کې پای ته ورسېد، او د افغانستان سپورټ کاروان درېیو مډالونو سره په شپږ ویشتم ځای کې و.

د افغانستان لپاره یوسف جهانګیر په موی تای کې د سرو زرو مډال، محسن رضايي په تکواندو کې د سپینو زرو مډال او محمد جعفر سلطاني په ووشو کې د برنزو مډال وګاټه.د افغانستان د فوټسال ملي ټیم هم په دې لوبو کې برخه واخیسته.دا د اسلامي هیوادونو پیوستون لوبو په تاریخ کې د افغانستان د ګډون یو له خورا بریالي پرړاونو څخه و.افغانستان څخه سږ کال په مختلفو سپورتي څانګو کې نهه شپیته لوبغاړو د اسلامي هیوادونو پیوستون لوبو کې برخه واخیسته.