۶۲ پناه غوښتونکي د پیسو ترلاسه کولو سره موافق دي
د آلمان فدرالي حکومت دغه هيواد ته تلونکو ژمنه لرونکو افغانانو ته د پيسو په بدل کې له ژمنې تېرېدو وړانديز کړی و. دوه شپیته افغانانو منلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا شپږ سوه نورو کډوالو دا وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي چې دا پلان د دوی لپاره ډیر سپکاوی دی.دا مسله ښیي چې د آلمان حکومت پدې برخه کې بریالی نه دی او د افغان کډوالو یوې لویې برخې د دې پلان هرکلی نه دی کړی.په همدې میاشت کې یو شمیر افغان کډوالو د جرمني صدراعظمې ته یو لیک واستاوه، چې کډوالو ته یې د هیواد مالي وړاندیز غیر اخلاقي او سپکاوی وباله، او وویل چې دوی د پیسو لپاره مهاجرت نه کوي؛ بلکه په افغانستان کې د دوی ژوند په خطر کې دی.د یاد شوي پلان له مخې هغه کډوال چې په پاکستان کې دي په پیل کې به دوه زره پنځه سوه یورو ترلاسه کړي او له پاکستان څخه د وتلو وروسته به دوی ته لس زره یورو پورې نورې هم ورکړل شي.