د افغان کډوالو د پیژندلو لپاره د انعام ټاکل
د پاکستان د پنجاب ایالت د اطلاعاتو او نشراتو وزیرې عظما بخاري ویلي دي چې دوی د افغان کډوالو د پیژندلو لپاره د پیسو انعام اعلان کړی دی.
هغې وویل هغه پاکستانيان چې د افغان کډوالو د ځای او پتې په اړه پولیسو ته راپور ورکوي انعام به ترلاسه کړي.بخاري وویل چې اوس مهال د پنجاب ایالت په سطحه په لویه کچه او چټک اخراج عملیات روان دي، او یوازې په تیرو دریو اونیو کې، له شپږ زرو څخه ډیر افغان کډوال له دې ولایت څخه ایستل شوي دي.دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان او افغانستان کې یو شمیر مدني او بشري حقونو سازمانونو د اسلام آباد د دې چلند په وړاندې اعتراض کړی او دا یې د اخلاقي، بشري او نړیوالو ارزښتونو خلاف بللی دی.مخکې له دې ملګرو ملتونو اعلان کړی و چې د افغان کډوالو د اخراج پروسه په چټکۍ سره زیاته شوې ده، په ځانګړې توګه د کابل او اسلام آباد ترمنځ تر تاوتریخوالي وروسته.