د ونزویلا نفتي تاسیساتو کې چاودنه
عقرب 29, 1404 16:15 Asia/Kabul
د ونزویلا رسنیو او د دغه هیواد د دولتي تیلو شرکت چارواکو د یاد هیواد په ختیځ کې د پتروسدنو د تیلو په تاسیساتو کې د چاودنې او اور لګیدو راپور ورکړ.
عینی شاهدانو وویل چې د اور لګیدو دمخه د یوې لوړې چاودنې غږ واورېدل شو.د زیان یا احتمالي تلفاتو د کچې په اړه تر اوسه رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.دغه چاڼ خونه د وینزویلا د تیلو په صنعت کې یو له مهمو پروژو څخه دی، چې د دغه هیواد د خامو تیلو د لوړولو لپاره لوړ ظرفیت لري.دا سیمه د درنو تیلو لویې زیرمې لري، چې د دودیزو میتودونو له لارې نشي استخراج کیدی او ځانګړي ټیکنالوژۍ ته اړتیا لري، چې د وینزویلا د تیلو تولید او صادراتو یوه مهمه برخه پرې تړلې ده.