د هانګ کانګ پر وړاندې د افغانستان بریا
عقرب 29, 1404 16:14 Asia/Kabul
د افغانستان د کریکټ الف لوبډلې د اسیا د دوه زره پنځه ویشتم کال د ځوانانو اسیایي جام په دریمه لوبه کې هانګ کانګ ته په څلور ویشت منډو ماتې ورکړه.
دغه لوبه پرون چهارشنبه د قطر د پلازمېنې دوحې په ورزشي ستډیوم کې ترسره شوه.افغان لوبډلې په ټولو شلو اورونو کې سیالې لوبډلې ته یو سل او یو څلوېښت منډې هدف ورکړ، خو د هانګ کانګ لوبډلې په شلو اورونو کې یوازې یو سل او شپاړس منډې وکړې.افغان لوبډلې د دې جام په دویمه لوبه کې بنګله دیش ته لوبه بایللې ده، خو لومړۍ هغه یې بیا له سریلانکا ګټلې وه.