عقرب 28, 1404 17:27 Asia/Kabul
  • د ځوانانو اسیا جام کرکټ سیالۍ

د افغانستان د کرکټ الف ملي لوبډله د ځوانانو اسیا جام شل اوریزو سیالیو په خپله دریمه لوبه کې له هانګ کانګ سره مخ شوه.

دا لوبه نن چهارشنبه د کابل په وخت د ماسپښین په دوه بجو په دوحه کې پیل شوه او اوس روانه ده.افغانستان خپلې پخوانۍ دوه لوبې د سریلانکا په وړاندې وګټلې، خو دویمه لوبه یې د بنګله دیش په وړاندې وبایلله.که افغانستان وکولی شي هانګ کانګ ته ماتې ورکړي او بنګله دیش سریلانکا ته ماتې ورکړي، نو د افغانستان ملي لوبډلې ته به د پرمختګ لاره هواره شي.