لویدیځه غاړه باندې د صهیونیستي پوځيانو برید
عقرب 28, 1404 17:26 Asia/Kabul
د فلسطین رسنیو د لویدیځې غاړې په مختلفو سیمو کې د صهیونیسټي ځواکونو لخوا د پراخو چاپو خبر ورکړ.
نیواکګرو په الخلیل کې په فلسطیني کورونو له برید وروسته له سلو څخه ډیر فلسطینیان ونیول.دا بریدونه او د فلسطیني ځوانانو ډله ایز نیول وروسته له هغه وشول چې پرون ماښام په سویلي لویدیځې غاړې کې د صهیونیستي ضد عملیاتو کې یو صهیونیست ووژل شو او درې نور ټپیان شول.دا عملیات د دوو فلسطینیانو لخوا ترسره شول چې سمدلاسه د صهیونیسټي ځواکونو لخوا په ډزو شهیدان شول.