د لبنان په جنوب د صهیونیستي رژیم ډرون برید
عقرب 28, 1404 17:26 Asia/Kabul
تېره شپه د لبنان په جنوب کې د فلسطیني کډوالو په یوه کمپ باندې د صهیونیستي رژیم د بې پیلوټه الوتکې برید پنځلس کسان شهیدان او ګڼ نور ټپیان کړل. صهیونیستي رژیم ادعا وکړه چې د حماس روزنیز مرکز یې په نښه کړی دی، خو حماس دا ادعا رد کړه او وايي چې دوی د لبنان په کډوالو کمپونو کې تعلیمي اسانتیاوې نلري.