عقرب 28, 1404 17:24 Asia/Kabul
  • د غزې په اړه د امنیت شورا پرېکړه لیک څخه د ایران اندېښنه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د غزې په اړه د امنیت شورا د پریکړه لیک د احکامو په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

بیان کې ویل شوي چې د پریکړه لیک یوه لویه برخه د فلسطیني خلکو مشروع حقونو سره په ټکر کې ده او دوی د ځان ټاکلو او د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو له حق څخه محروموي.د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې نړیوال ځواکونه باید د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې فعالیت وکړي او د دوی دنده یوازې د اوربند د پلي کولو او د نړیوالو بشري مرستو د ننوتلو او ویش څارنه ده.بیان کې ټینګار شوی چې د فلسطیني خلکو د برخلیک په اړه هر ډول بحث باید د فلسطین د ملي هوکړې او اجماع په چوکاټ کې ترسره شي، او په دې برخه کې د بهرنیو خواوو لخوا د حل لارې تحمیلول د منلو وړ ندي.