عقرب 28, 1404 17:23 Asia/Kabul

په افغانستان کې د ایران سفیر علي رضا بیکدلي د سحر افغانستان تلویزیون چراغ سرخ خپرونې سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې تهران ایران ته د افغان صادراتو د زیاتوالي ملاتړ کوي. هغه وویل چې په وروستیو کلونو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې مخ په زیاتیدو دي او د همکارۍ پراختیا لپاره اړین زیربناوې چمتو شوي دي.