هند ته د صنعت سوداګرۍ وزیر سفر
عقرب 28, 1404 17:22 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د یوه پلاوي په مشرۍ هند ته ولاړ.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې سفر موخه د چابهار بندر د ظرفیتونو فعالول او په مؤثره توګه کارول، د دې بندر په لاره کې د هند پانګونې راجلبول او د افغانستان او هند ترمنځ دوه اړخیزه سوداګرۍ ته وده ورکول اعلان کړي دي.دغه وزارت زیاته کړه چې د کابل پلاوی به د هند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیرانو په ګډون سوداګرو او پانګوالو سره وګوري.ویل شوي چې د دې غونډو تمرکز د اقتصادي همکارۍ پراخول، د سوداګریزو اړیکو اسانتیا، د ګډې پانګونې ساحو رامینځته کول او د سیمې په ټرانزیټ لارو کې د افغانستان رول پیاوړی کول دي.د ایران چابهار بندر د افغانستان لپاره د پاکستان د بدیل سوداګریزو لارو څخه یو ګڼل کیږي.