پاکستان سره د ستونزو پر حل کولو د کابل ټینګار
عقرب 28, 1404 17:19 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان هیڅکله په هیڅ هیواد برید نه دی کړی او هیڅکله به یې ونه کړي. هغه زیاته کړه چې که د افغانستان ملي حاکمیت تر پښو لاندې شي، نو دا د افغانانو حق دی چې د خپل هیواد له خاورې دفاع وکړي.