افغانستان سره د ملګرو ملتونو سازمان په دوه ګوني چلند د متقي نیوکه
عقرب 27, 1404 16:42 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو ادارو سره د همغږۍ په پنځمه غونډه کې د افغانستان د خلکو په وړاندې د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې په دوه ګوني چلند نیوکه وکړه.
هغه وویل چې بشري مسایل نباید له سیاست سره ونښلول شي او دې پروسې د افغانانو په ژوند باندې لوی منفي اغیزه کړې ده.متقي زیاته کړه چې افغانان د سیاسي ملاحظاتو له امله له مرستو څخه محروم شوي دي.هغه دا هم وویل چې د سیاسي دلایلو له امله د برازیل په ښار کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غونډې ته د دې حکومت هیڅ استازی نه دی بلل شوی.د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر د افغان کډوالو په وړاندې د پاکستان پر پالیسیو هم نیوکه وکړه او وویل چې پاکستان افغانان له خپلو کورونو څخه شړي او په ورته وخت کې هیواد ته د دوی د راستنیدو لارې تړي.