د سرپرست حکومت او ایران بهرنیو چارو وزیرانو سلامشورې
عقرب 27, 1404 16:41 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د ایران د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا په تلیفوني اړیکه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کړکیچونو د حل په اړه خبرې وکړې. په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر اعلان وکړ چې تهران به د دسمبر په میاشت کې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د کړکیچونو د کمولو لپاره د یوې غونډې کوربه وي.