عقرب 27, 1404 16:38 Asia/Kabul
  • د افغانانو لپاره د ایران د کورنۍ یوځای کیدو ویزې جزیات

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز د افغانانو لپاره د کورنۍ د بیا یوځای کیدو ویزې لپاره د غوښتنلیک د ثبتولو جزئیات اعلان کړي دي.

د دغه مرکز په وینا هغه افغانان چې د سرشمیرنې فورمه لري او هیواد ته راستانه شوي دي کولی شي کورنۍ سره د بیا یوځای کیدو ویزې لپاره غوښتنه وکړي په هغه صورت کې چې د دوی پلار، مور، یا میرمن یې په ایران کې د استوګنې د اعتبار وړ جواز ولري.د ایران د کورنیو چارو وزارت وویل چې غوښتنلیک د کفالت دفترونو له لارې او د ځانګړو اسنادو په وړاندې کولو سره ترسره کیږي، او د دې ویزې د صادرولو لګښت سل یورو دی.د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مرکز د اعلان له مخې د غوښتنلیک د ثبتولو لپاره، د غوښتونکي پلار، مور یا میرمن باید د کفالت دفتر ته لاړ شي.د دې اقدام هدف د کورنۍ د بیا یوځای کیدو اسانتیا او په ایران کې د میشتو کډوالو لپاره اسانتیا رامینځته کول دي.