عقرب 27, 1404 16:33 Asia/Kabul
  • صهیونیستي رژیم ته د امتیاز ورکولو په اړه د حزب الله خبرداری

د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم په یوه وینا کې وویل چې صهیونیستي دښمن ته امتیازات باید ودرول شي.

هغه ټینګار وکړ چې د دې زیاتیو په وړاندې شاتګ به د لبنان لپاره ګټور نه وي.د حزب الله عمومي منشي دا هم وویل چې په لبنان باندې د امریکا واک یو ډیر لوی خطر دی او امریکا د لبنان د ثبات لپاره کار نه کوي، بلکې د لبنان په وړاندې د اشغالګر رژیم د یرغل ملګری دی.هغه د صهیونیستي رژیم لخوا په لبنان کې د اوربند په دوامداره سرغړونې نیوکه وکړه، او زیاته یې کړه هغه څه چې په لبنان کې پیښیږي د لبنان د اشغال لپاره بشپړ یرغل دی.شیخ نعیم قاسم وویل چې د لبنان حکومت او اداره دغه یرغل سره د مقابلې لپاره د پلانونو جوړولو مسؤلیت لري.