عقرب 27, 1404 16:31 Asia/Kabul
  • د بنګلادېش پر وړاندې د افغانستان کرکټ الف ټیم ماته

د افغانستان کرکټ الف ټیم د ځوانانو اسیا جام په دویمه لوبه کې د بنګله دیش الف ټیم په وړاندې د اتو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.

په دغه لوبه کې چې د دوشنبې په ورځ په دوحه کې ترسره شوه، د افغانستان کرکټ الف ټیم په اتلس اورونو کې اته اویا منډې وکړې.د بنګله دیش الف ټیم په دیارلس اورونو کې د دوو ویکټو په له لاسه ورکولو سره هدف ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.دا په دې سیالۍ کې د افغانستان کرکټ الف ټیم دویمه لوبه وه.دې لوبډلې په خپله تېره لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړې وه.د افغانستان کرکټ الف ټیم به راتلونکې لوبه د چهارشنبې په ورځ د هانګ کانګ په وړاندې وکړي.