د افغانستان او بنګلادېش ترمنځ مهمه لوبه
عقرب 26, 1404 17:28 Asia/Kabul
د اسیا د ځوانانو په شل اوریز کریکټ جام کې نن د افغانستان د کریکټ الف لوبډله د بنګله دیش له الف لوبډلې سره لوبه لري.
لوبه د کابل په وخت ماښام اووه بجې د قطر پلازمېنه دوحه کې ترسره کیږي.افغان لوبډلې تیره ورځ د همدې سیالیو په لړ کې سریلانکا ته په دریو ویکټو ماته ورکړه.سریلانکا د پچې په ګټلو سره توپ وهنه پيل او افغان لوبډلې ته یې د یوسلو او یو اویا منډو هدف ورکړ.افغان لوبډلې وکولای شوای چې په وروستي اور کې دغه هدف پوره او لوبه وګټي.