د حقاني او غریب آبادي لیدنه
عقرب 22, 1404 16:32 Asia/Kabul
په تهران کې د سرپرست حکومت د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې دواړو خواوو په ایران کې د افغان بندیانو د وضعیت، قانوني او قونسلګرۍ همکاري، او همدارنګه په ایران کې د میشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه سلامشورې وکړې.حقاني د ایران د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړیوالو چارو مرستیال عسکر جلالیان سره هم جلا کتنه وکړه.په دې خبرو لیدنو کې دواړو خواوو د ایران له زندانونو څخه افغانستان ته د افغان بندیانو د لیږد پروسې بیا پیل او د دواړو هیوادونو ترمنځ د بندیانو د لیږد په اړه د هوکړې پلي کولو باندې ټینګار وکړ.د دواړو خواوو چارواکو د دې پروسې د پلي کولو د اسانتیا لپاره د تخنیکي او حقوقي همکارۍ دوام اړین وګاڼه.