عقرب 22, 1404 16:30 Asia/Kabul
  • پاکستان او عراق څخه د افغان بندیانو خوشې کیدل

د سرپرست حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نن د عراق او پاکستان له زندانونو څخه د اوه سوه څلور پنځوس افغان کډوالو د خوشې کولو اعلان وکړ.

دغه وزارت وویل چې له دوی څخه اوه سوه پنځه ویشت یې له پاکستان څخه وو او نهه ویشت یې په عراق کې بندیان وو.یادې ادارې په یوه بیان کې وویل چې دا خلک د دوو څخه تر نهو میاشتو پورې په دې هیوادونو کې بندیان وو.کډوالو وزارت په یادو شویو هیوادونو کې د دې خلکو د توقیف دلیل نه دی یاد کړی، خو ویلي یې دي چې په پاکستان کې د کډوالو د توقیف اصلي دلیل د اعتبار وړ استوګنې اسنادو نشتوالی دی.دا هغه اقدام دی چې پاکستان څو ځله کړی دی او د بشري حقونو سازمانونو د افغان کډوالو د نه توقیفولو غوښتنې سره سره، دغه هیواد دې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.د افغانستان او پاکستان ترمنځ مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي اسلام آباد په دې هیواد کې پر افغان کډوالو فشار ډیر کړی دی