قدس کې د فلسطینیانو کورونو ویجاړول
عقرب 22, 1404 16:28 Asia/Kabul
حماس غورځنګ ویلي دي چې په اشغال شوي قدس کې د خلکو د کورونو نړول په فلسطیني سیمو کې د صهیونیسټانو د جنایتونو دوام دی. دغه غورځنګ ویلي دي چې نړیواله ټولنه باید د صهیونیسټانو د اشغال پالیسۍ ته سترګې پټې نه کړي.