عقرب 21, 1404 16:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان د جګړې ناروا والي په اړه د فتوا غوښتنه

د پاکستان د مذاکراتو ټیم له کابل څخه غوښتنه کړې چې د سرپرست حکومت مشر دې په پاکستان کې د روانې جګړې د ناروا والي په اړه فتوا صادره کړي.

د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت اداري مرستیال رحمت الله نجیب اعلان وکړ چې د پاکستان د مذاکراتو ټیم دا غوښتنه مطرح کړې ده.رحمت الله نجیب زیاته کړه چې د سرپرست حکومت ټیم په ځواب کې وویل چې په پاکستان کې د جګړې د مشروعیت یا ناروا والي په اړه د فتوا صادرول د دوی کار نه دی او دا مسله د دوی په واک کې نه ده.هغه دا هم یادونه وکړه چې د سرپرست حکومت دارالافتاء په خپلواکه توګه او د اسلامي قانون پر بنسټ فتوا ورکوي، او هیڅ اداره نشي کولی دا معلومه کړي چې کومه فتوا باید صادره شي.