عقرب 21, 1404 16:39 Asia/Kabul
  • په وینزویلا باندې د امریکا د برید په اړه ګنګوسې

د وینزویلا په اړه د امریکا د برید د احتمال په تعقیب د کاراکاس حکومت په هیواد کې د تیارسۍ حالت اعلان کړی دی.

د کاراییب سمندر ته د الوتکې وړونکې «یواس‌اس جِرالد آر. فورد» د رسیدو په اړه، لیکلي دي: وینزویلا خپل ټول وسله وال ځواکونه په تیارسۍ حالت کې اچولي دي.ویل کیږي چې د وینزویلا په پولو کې د امریکا د پوځي شتون زیاتوالی د کاراییب سمندر کې د امریکا د پوځي عملیاتو د پراخیدو د احتمال نښه ده.بلخوا د امریکا حکومت وايي چې د دوی نیت دا دی چې په دې سمندر کې د مخدره توکو قاچاق وړونکو ډلو سره مقابله وکړي؛ خو د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو ویلي دي چې د امریکا د برید امکان شتون لري او له همدې امله د کاراییب سمندر کې د دغه هیواد د دوه لکه پوځي ځواکونو د تیارسۍ امر صادر کړی دی.