امریکا ته د روسي چاراکي خبرداری
عقرب 21, 1404 16:39 Asia/Kabul
د روسیې د پارلمان یوه غړي ویلي دي چې د روسیې وروستي اټومي کروز توغندي امریکا ته یو لوی خبرداری دی.
د روسیې د پوځ یو متقاعد جنرال اندری گورو لی اوف خبرداری ورکړی چې که روسیه وغواړي، نو ټوله امریکا به له نقشې څخه پاکه کړي.هغه چې د روسیې د جنوبي سیمې مرستیال قوماندان هم و، ټینګار وکړ چې هیڅ دفاعي سیسټم نشي کولی د روسیې د اټومي توغندیو مخه ونیسي.دا څرګندونې وروسته له هغه راځي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په هیواد کې د اټومي ازموینو پیل اعلان کړ.روسیې په خپله وروستۍ ازموینه کې یو لیرې واټن وشتونکی بالستیک توغندی ازمویلی.د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین توغندی "په بشپړ ډول بې ساري" وباله.