عقرب 21, 1404 15:50 Asia/Kabul
  • د اسلامي هیوادونو پیوستون سیالۍ کې د ایران اتلولي

د ایران د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي پیوستون لوبو په وروستۍ لوبه کې مراکش ته پنځه پر صفر ماتې ورکړه.

په دې توګه ایران د دې سیالۍ اتلولي مقام ته ورسید.په دې لوبه کې د ایران ګولونه د امیر حسین غلامي، مهدي کریمي او حسین طیبي لخوا ووهل شول.په دې سیالۍ کې د ایران د فوټسال ملي لوبډلې په ګروپي مرحله کې مراکش او افغانستان سره دوه پر دوه مساوي لوبه وکړه او د تاجکستان په وړاندې یې څلور پر یو بریا ترلاسه کړه.د وحید شَمسایی زده کونکو بیا په نیمه پای لوبه کې د ازبکستان په وړاندې څلور پر دوه بریا ترلاسه کړه او د دې سیالۍ پای لوبې ته ورسید.ازبکستان هم په منظم وخت کې د سعودي عربستان سره یو پر یو مساوي لوبه وکړه او په پنالټي کې یې کوربه ټیم ته ماتې ورکړه، چې له امله یې ازبکستان دریم مقام ته ورسید.