عقرب 20, 1404 17:59 Asia/Kabul
  • د افغانستان کرکټ ټیم بریا

د افغانستان الف کرکټ لوبډلې د قطر ملي لوبډلې پر وړاندې د شل اوریزو درې اړخیزو سیالیو په دویمه لوبه کې خپله پرله پسې دوهمه بریا د یوې غوره لوبې په ترسره کولو سره ترلاسه کړه.

په دې لوبه کې چې تېره شپه ترسره شوه افغانستان د شل اورونو په پای کې ټولټال یو سل او پنځه پنځوس منډې جوړې کړې.خو قطر د شل اورونو په پای کې یوازې یو سل او پنځه دیرش منډې جوړې کړې.دا سیالۍ د آسیا د ځوانانو جام لپاره د افغانستان د ملي لوبډلې د چمتووالي او قوي شتون لپاره ترسره شوې دي.افغانستان په دې سیالۍ کې د سریلانکا، بنګله دیش او هانګ کانګ سره په ورته ګروپ کې دی.