عقرب 20, 1404 17:57 Asia/Kabul
  • د حماس مشر اسامه حمدان

د حماس مشر اسامه حمدان ټینګار کړی چې د مقاومت وسلې د فلسطیني دولت له جوړېدو مخکې د خبرو اترو وړ نه دي.

هغه وویل چې د مقاومت سیاسي هدف به د ځمکې آزادول، قدس پلازمینې سره د خپلواک فلسطیني دولت جوړول او د کډوالو د بیرته راستنیدو تضمین وي.حمدان وویل چې تیرو تجربو ښودلې چې هر هغه لاره چې د فلسطیني خلکو د بې وسلې کولو یا د حقونو بیرته اخیستلو ټینګار کوي ناکامه شوې ده.هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې په غزه کې د اوربند تړون د دښمن د تیري پای او د فلسطین د سیاسي او ملي عمل پیل دی