عقرب 20, 1404 17:51 Asia/Kabul
  • پاکستان کې زوروزه چاودنه

د پاکستان په اسلام آباد کې یوې محکمې ته نږدې د یوې زورورې چاودنې له امله لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او له شلو څخه زیات ټپیان دي.

نن سهار چاودنې اسلام آباد ولړزاوه او د هغې ویرونکي غږ د خلکو ترمنځ ویره خپره کړه.پولیسو تایید کړه چې چاودنه د محکمې په پارکینګ کې په ولاړو موټرو کې شوې او څو موټرونه یې زیانمن کړي دي.د امنیتي سرچینو په وینا، د نورو ځانمرګو بریدګرو د احتمالي شتون په اړه خبرداری ورکړل شوی او امنیتي ځواکونو سیمه په بشپړه توګه محاصره کړې ده.هغه ځای چې چاودنه پکې شوې معمولا د هغو لیدونکو څخه ډک وي چې هلته د محکمې غونډو کې د ګډون لپاره ځي.