د امیرخان متقي او یرمک کُشرِبایف تلفوني خبرې
عقرب 20, 1404 17:47 Asia/Kabul
د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر یرمک کُشرِبایف سره په ټیلیفوني اړیکه کې د دوه اړخیزو او سیمه ایزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت راپور ورکړ چې په دې خبرو اترو کې دواړو خواوو د سوداګرۍ، بانکدارۍ، کانونو او ډیجیټل ټیکنالوژیو په برخو کې د همکارۍ پر پراختیا ټینګار وکړ او د سیاسي خبرو اترو د دوام او د دوستانه اړیکو د پیاوړتیا لپاره یې چمتووالی څرګند کړ.په دې خبرو اترو کې، د قزاقستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته د بشري ماموریت د لیږلو اعلان وکړ، چې پکې به ډاکټران، درمل او لومړني اړتیاوې شاملې وي.