د مذاکراتو د ناکامۍ لامل په اړه د متقي څرګندونې
عقرب 19, 1404 16:07 Asia/Kabul
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د پاکستان د پالیسیو په اړه په غبرګون کې ویلي دي یو هیواد چې د اټومي ځواک او پرمختللي پوځ ادعا کوي، د مهاجرینو په وړاندې خپل ځواک کاروي او سوداګرو او ناروغانو ته سوداګریزې لارې بندوي.