د لاس لیکل شوي پاسپورټ د باطلیدو امکان
عقرب 19, 1404 15:38 Asia/Kabul
د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو مشر نادر یار احمدي په تهران کې د سرپرست حکومت سفارت سرپرست فضل محمد حقاني سره په یوه لیدنه کې وویل چې ټول افغان کډوال باید برېښنايي پاسپورټونه ولري.
یار احمدي وویل چې د کاغذي پاسپورټونو کارول باید پای ته ورسیږي او دا پروسه باید په شپږو میاشتو کې بشپړه شي.د سرپرست حکومت د سفارت چارسمبالي فضل محمد حقاني وویل چې دوی د کډوالو د غیرقانوني سفر د مخنیوي لپاره پلانونه او هڅې ترسره کړې دي.