د لبنان په خاوره د صهیونیستانو برید
عقرب 19, 1404 15:37 Asia/Kabul
د لبنان رسنیو د لبنان په جنوب کې د حولا ښار ته نږدې د دوو لویو چاودنو راپور ورکړی.
د دې رسنیو د راپورونو له مخې، د لبنان په جنوب کې د حولا ښار په ختیځ کې د صهیونیستي رژیم پوځ هوايي برید په سیمه کې د ودانیو د نړېدو لامل شو.څو ساعته وړاندې د لبنان د روغتیا وزارت د النَبَطِیه ولسوالۍ په حومین بالا ښار کې په یوه شخصي موټر باندې د صهیونیستي رژیم هوايي برید کې د یو لبناني وګړي د شهادت اعلان وکړ.د لبنان حکومت ټینګار کړی چې له هیواد څخه د صهیونیسټي ځواکونو د بشپړ وتلو ډاډ ترلاسه کولو لپاره شپه او ورځ کار کوي.