عقرب 19, 1404 15:36 Asia/Kabul
  • بلوچستان ایالت کې د جمعیت علمای اسلام د یو مشر وژنه

په بلوچستان ولایت کې رسنۍ وايي چې د جمعيت علمای اسلام مشر قاري محمد اعظم د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

دغه کس چې د جمعيت علمای اسلام یو ځايي مشر دی، په چمن ښار کې په نښه شوی. دا د دې ډلې څوم غړی دی چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو کې وژل شوی دی.څه موده وړاندې د بلوچستان په چمن سیمه کې نامعلومو بریدګرو د جمعيت علمای اسلام مشر حافظ قادر جان په ډزو وواژه.تر اوسه پورې هیڅ کس یا ډلې په دې سیمه کې د دیني عالمانو د وژنې مسؤلیت نه دی منلی.