ترکیه کې د کابل او اسلام آباد بې پایلې خبرې اترې
عقرب 17, 1404 16:05 Asia/Kabul
د کابل او اسلام آباد ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو تېره شپه بې پایلې پای ته ورسېد. د سرپرست حکومت ویاند د خبرو اترو د ناکامۍ پړه د پاکستاني پلاوي پر غیر مسؤلانه چلند واچوله. په ورته وخت کې د پاکستان دفاع وزیر ادعا وکړه چې افغان پلاوی د لیکلي تړون لاسلیک کولو ته چمتو نه و.