عقرب 17, 1404 16:04 Asia/Kabul
  • ایران څخه افغانستان ته د ۳ میلیون ټنه توکو صادرات

د ایران د جنوبي خراسان والي اعلان وکړ چې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې ماهیرود ګمرک په دې بریالی شو چې افغانستان ته د ایران په صادراتو کې لومړی مقام ترلاسه کړي.

محمد رضا هاشمي وویل چې په دې موده کې له ایران څخه افغانستان ته له درې میلیونه دوه پنځوس زره ټنو څخه ډیر توکي صادر شوي، چې له دې څخه یو میلیونه دوه دیرش زره ټنه د جنوبي خراسان او د ایران د ماهیرود پولې څخه وو.د هغه څرګندونو له مخې د دې صادراتو ارزښت یو میلیارد یو سل او پنځه پنځوس میلیون ډالر و، چې له دې څخه له درې سوه پنځوس میلیون ډالرو څخه ډیر د ایران د ماهیرود پولې څخه ترسره شوي.د یادونې وړ ده چې تیر کال د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه د تیر کال په پرتله نږدې اته څلویښت سلنه زیاته شوې چې له دریو میلیارد ډالرو څخه پورته شوی دی.