عقرب 17, 1404 16:03 Asia/Kabul
  • د افغان کډوالو د هویت ثابتولو لپاره ایران ته د یوې ډلې لیږل

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویاند وايي چې د افغان کډوالو د هویت د تایید لپاره به دوهم ټیم په راتلونکو ورځو کې ایران ته واستول شي.

د دې دفتر ویاند محمد حلیم رفیع د کډوالو د هویت پېژندلو بهیر په اړه وویل چې د بشپړ هویت له تایید وروسته په څو دقیقو کې هر کس ته د هویت کارت ورکول کیږي.د یادونې وړ ده چې په ایران کې میشت کډوال د هویت کارت د نشتوالي له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.مخکې له دې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دفتر څخه ټیمونه د لړم په اتمه د پنجشنبې په ورځ ایران ته واستول شول ترڅو د افغان کډوالو هویت تایید کړي. دا ټیمونه د مشهد او زاهدان ښارونو ته لاړل.ایران د افغان کډوالو ترټولو لوی شمیر کوربه توب کړی دی، په ځانګړې توګه په تیرو څلورو کلونو کې.