د عراق پارلماني ټاکنې
عقرب 17, 1404 16:00 Asia/Kabul
د عراق د پارلماني ټاکنو له پیل څخه یوه ورځ مخکې چې ټاکل شوې ده سبا پیل شي، کمپایني فعالیتونه له نن څخه منع شول، او عراق د ټاکنیزې چوپتیا په حالت کې شو.
د امنیتي ځواکونو لپاره ځانګړي ټاکنې به د نومبر په نهمه او عمومي ټاکنې به د نومبر په یوولسمه ترسره شي.د ټاکنیزې چوپتیا په جریان کې د رایې ورکولو د بهیر تر پایه پورې د کمپاین فعالیتونه منع دي، او هغه کسان چې له قانون څخه سرغړونه کوي ورسره به جدي چلند وشي.د رایې ورکونې لپاره په شرایطو برابر کسانو شمیر له یوویشت میلیون څخه ډیر دی چې د استازو جرګې درې سوه نهه ویشت غړي به وټاکي.د استازو جرګه د هیواد د ولسمشر ، لومړي وزیر او کابینې د وزیرانو د ټاکلو مسؤلیت لري.په عراق کې عمومي ټاکنې به په اته زره مرکزونو کې ترسره شي.