د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه
عقرب 17, 1404 15:59 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې بنګله دېش ته ماته ورکړه
د افغانستان د کرکټ تر نولس کلونو کشرې لوبډلې د بنګله دېش تر نولس کلنې لوبډلې څخه د څلورو یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله.افغان لوبغاړو پرون (جمعه) په وروستۍ یا پنځمه پنځوس اوره سیالي کې د اته څلوېښت منډو په توپیر خپل بنګالي سیالان مات کړل.د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ لومړۍ مسابقه بنګله دېش وګټله، د دوې سیالۍ د باران له کبله لغوه شوې خو دوې نورې افغانستان وګتلې.