عقرب 15, 1404 16:04 Asia/Kabul
  • پاکستاني چارواکو سره د قالیباف لیدنه

د ایران د ولسي جرګې رئیس د پاکستان د ولسي جرګې له رئیس سره په کتنه کې وویل: دې هیواد ته د هغه د سفر یو له مهمو موخو څخه د ایران او پاکستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول دي.

محمد باقر قالیباف پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې "ایاز صادق" سره په لیدنه کې وویل چې موږ د صهیونیستي رژیم د تیریو په وړاندې د ایران ملت څخه د ملاتړ لپاره پاکستاني ملت څخه مننه کوو.د ایران د پارلمان رئیس ټینګار وکړ: بې له شکه، ایران او پاکستان کولی شي د خپلو ګڼو ګډو ګټو له امله، د صهیونیستي رژیم او د هغه د ملاتړ کونکو د ظلمونو په وړاندې د ودریدو لپاره په ګډه کار وکړي.همدارنګه د پاکستان د پارلمان مشر ټینګار وکړ چې صهیونیستي رژیم د ایران او پاکستان ګډ دښمن دی، او دواړه هیوادونه یو واحد ملت دی، چې نیمایي یې د پولې په یوه اړخ کې او نیمایي یې په بل اړخ کې دي.