د اسلام کلا پوله کې د یوناما خدمتاتي فعالیتونو ځنډیدل
عقرب 15, 1404 16:03 Asia/Kabul
یوناما په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان په لویدیځ کې د اسلام کلا په پوله کې یې فعالیتونه ځنډول شوي دي.
دغه بنسټ ویلي چې د سرپرست حکومت لخوا په پوله کې د ښځو په فعالیتونو بندیز د دې پریکړې لامل شوی، ځکه چې راستنیدونکو څخه له شپیتو سلنې څخه ډیرې ښځې او ماشومان دي او دوی ښځینه کارمندانو ته سخته اړتیا لري.د دې مسلې په ځواب کې د سرپرست حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر وویل چې د یوناما د فعالیتونو ځنډول شکمن دي او دوی هیڅکله د ملګرو ملتونو د ښځینه کارمندانو سره ناوړه چلند نه ده کړې.