د افغان ۱۹ کلن ټیم لوبغاړو د نوملړ اعلان
عقرب 15, 1404 16:01 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ بورډ د آسیا جام کې د ګډون لپاره د افغانستان د نوولس کلنو ملي لوبغاړو نوملړ خپور کړی دی.
ټاکل شوې ده چې دا سیالۍ سږکال د نومبر له څوارلسمې څخه تر درویشتمې پورې د قطر په دوحه کې ترسره شي.درویش رسولي به په دې سیالیو کې د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان وي، او صدیق الله اتل، زُبَید اکبري، غضنفر، بلال سمیع، محمد اسحاق رحیمي، قیس احمد، ننګیال خروټي او عبدالله احمدزی په افغان ملي لوبډله کې لوبېږي.افغانستان په دې سیالیو کې سریلانکا، بنګله دیش او هانګ کانګ سره په یو ګروپ کې دی.